کارپوهان: سیاسي ائتلافونه له حکومت نه د امتیاز اخیستلو په هدف رامنځته شوي

يو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې ځېنې ائتلافونه د دې پرځای چې حکومت اصلاحاتو ته اړ باسي خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او وايي چې یاد ائتلافونه د قدرت طلبۍ، ګوندي او شخصي ګټو لپاره رامنځته کېږي.

دوی وايي، يو شمېر کړۍ د دې ائتلافونو په چوکاټ کې هڅه کوي چې حکومت له ننګونو سره مخ کړي.

له دې ډلې برنا صالحي وايي، په دغه ائتلافونو کې ډېر کم داسې خلک شته چې د نظام او ولس د خير غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دوی يو شمېر يې چې په اوسني او يا هم پخواني حکومت کې يې ښې دندې لرلې اوس په ښه موقف کې نه دي نو دوی د ښه موقف په لټه کې دي، د ائتلاف په چوکاټ کې غواړي حکومت له ننګونو سره مخ کړي او امتیاز طلبي وکړي نو نوي ائتلافونه يې رامنتځه کړي دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې يو شمېر سیاسي څېرو د حکومت له منځ او بهر نه سیاسي ائتلافونه رامنځته کړل.

څه مودې وړاندې په ترکیه کې د اوسني حکومت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو لخوا د افغانستان د ژغورنې په نوم ائتلاف رامنځته شو.

او تر هغې راوروسته بیا د پخواني حکومت يو شمېر لوړ پوړیو چارواکو «د خلکو د محور» په نوم سیاسي جریان رامنځته کړ.

همدارنګه په دې وروستیو کې يو شمېر سرچینې وايي چې د ختیځو ولایتونو يو شمېر چارواکو او وکیلانو هم د يوه سیاسي حرکت د رامنځته کولو لپاره هڅې پېل کړي دي.

خو د یادو ائتلافونو ځېنې غړي وايي چې د سیاسي ائتلافونو له جوړولو څخه هدف د شخصي او ګوندي ګټو مطرح کول نه دي.

د افغانستان د ژغورنې ائتلاف غړی او ویاند محمود حکیمي وايي، د دوی هدف د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن ختمول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د ژغورنې شورا غوښتنې په اعلامیه کې منعکس شوي او ټول موارد په کې په وضاحت سره راغلي چې شخصي غوښتنو سره هېڅ تړاو نه لري او نه هم په افرادو پورې بلکې دا یوه ملي مسئله ده."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې ولسمشر اشرف غني په يوه خبري کنفرانس کې وویل چې که څوک د اصلاحاتو کومه طرحه لري نو دا ګز دا میدان وړاندې دې کړي.

نوموړي دغه شان وویل چې د افغانستان نظام مشورتي دی او د انحصار خبره په کې نه ځاېږي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د هرې ورځې په تېرېدو ولې د افغان حکومت د متنتقدینو شمېر زیاتېږي؟

او ایا د دا شان ائتلافونو جوړېدل حکومت له ننګونو سره مخ کولای شي؟

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي، د حکومت په دننه کې اختلافونه او د يو شمېر سرغړونکو په وړاندې د ولسمشر اقدامات د دې لامل شوي چې سیاسي مخالفین يې ډېر شي.

دی وايي، د ائتلافونو زیاتوالی د خلکو روان ته زیان رسوي او په هېواد کې بې ثباتۍ لامل کېږي.

اسحاق اتمر

نوموړي زیاته کړه:

"دولت اړ دی چې د خلکو له حقوقو نه دفاع وکړي او ټولو ننګونو ته ځواب ووايي او مجبوره دی چې په هېواد کې د هر ډول حالاتو سره مبارزه او مجادله وکړي."

خو د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وايي، په ځېنو مواردو کې د سیاسي ائتلافونو جوړېدل ګټور هم تمامېدلای شي، نوموړی ټینګار کوي چې له روانو سیاسي ناخوالو څخه د وتو لار خبرې اترې او سیاسي مذاکرات دي.

راپور: واصل وصال