ایران پر یاد هېواد د امریکا بندیزونه غندلي دي

د ایران حکومت د امریکا له لوري د بندیزونو نوې لایحه چې په کانګرس کې تصویب شوه، غندلې ده.

د امریکا کانګرس تېره اوونۍ پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د بندیزونو نوې لایحه تصویب او ولسمشر ته د توشیح لپاره واستوله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، په دې اړه په غبرګون کې نن د هغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په بشپړ قوت به د مزاییلو پروګرام فعال وساتي او

د امریکا د بندیزونو په اړه یې وویل:

"موږ دا خصمانه عمل د منلو وړ نه ګڼو او غندنه یې کوو."

قاسمي زیاته کړه چې د امریکا دا اقدام له نړیوالو سره د ایران اټمي موافقه کمزورې کوي.

د ایران حکومت د هغې اټمي موافقې پر اساس چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې یې له امریکا او پنځو نورو نړیوالو قدرتونو سره وکړه، د بندیزونو د محدودېدلو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه تر ډېره حده را کم کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي ویلي:

"پوځي فعالیت او د مزاییلو پروګرام زموږ کورنۍ مسئله ده او نور په دې اړه د تبصرې یا لاسوهنې حق نه لري."

قاسمي وویل چې حکومت یې غبرګون څرګندول او د امریکا کارونو ته ځواب ورکول، د ځان حق ګڼي.

د امریکا د بندیزونو مصوبه کې پر هغو وګړو چې د ایران د بالستیک مزایلو له پروګرام سره ارتباط لري یا تجارتي معاملې ورسره کوي، جریمه لګوي، د ایران "ګارد سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" یو تروریست سازمان ګڼي او پر ایران د وسلو بندیز لګوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي ساندرس پرون وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به ور استول شوې مصوبه توشیح او په قانون بدله کړي.