د نواز شریف ګوند د نوي صدراعظم د ټاکلو په اړه غونډه او خبرې کوي

په پاکستان کې له واکه د لېرې شوي صدراعظم نواز شریف حاکم ګوند،«مسلم لیګ نواز» نن شنبه غونډه لري او د نوي صدراعظم د ټاکلو په اړه به خبرې وکړي.

د نواز شریف ورور، شهباز شریفچې د پنجاب اعلی وزیر دی، د صدارت لپاره په عمده کاندیدانو کې شمېرل کېږي.

د پاکستان سترې محکمې پرون جمعه حکم وکړ چې نواز شریف د صدارت پر چوکۍ د کار کولو اهلیت نه لري او باید له واکه لېرې شي.

تر دې پرېکړې وروسته، نواز شریف استعفی وکړه.

محکمې په اداري فساد کې د نواز شریف د لاس درلودلو له امله چې ريښه یې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د پاناما پېپرز تر افشا کېدو رسېږي، د هغه د بې صلاحیته کولو حکم کړی دی.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مهم مشرراجا ظفرالحق ویلي چې نواز شریف به هم په نننۍ غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون وايي چې نواز شریف پرون له واکه تر لېرې کېدووروسته، د خپل ګوند له مشرانو سره په غونډه کې وړاندیز وکړ چې د هغه ورور شهباز شریف صدراعظم وټاکل شي.