چارواکي: طالبانو د کندهار په شورابک کې د اوبو یو بند الوزولی

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د شنبې په سهار شورابک ولسوالۍ کې د اوبو یو بند په چاودېدونکو موادو الوزولی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو الوزول شوی بند د شورابک ولسوالۍ په یوه لېرې پرته سیمه کې جوړ شوی و او د بزګرو سل ګونه جریبه ځمکه او باغونه یې خړوبول.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په مرکو کې ویلي چې که دا بند بیا ونه رغول شي، پر حاصلاتو به یې منفي اغېز وشي.

د کندهار امنیه قوماندان ویلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.