د افغانستان د وچې او تازه مېوې دوهمه جوپه د هوا له لارې هند ته ځي

د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي دګر څخه د دوهم ځل لپاره نن شنبه ۳۵ ټنه وچه او تازه مېوه د هوا له لارې هندوستان ته صادرېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په زیاته کچه کرنیز حاصلات تر لاسه شوي چې هند ته په صادرولو سره به یې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

ښاغلي پسرلي وویل:

"نن د هوا له لارې زموږ ۳۵ ټنه تازه او وچه مېوه هند ته انتقالېږي، تمه ده چې په روانه اوونۍ کې هند ته د هوا له لارې نور توکي هم صادر شي."

نوموړی وایي چې له دې وړاندې له کابل او کندهار څخه د هوا له لارې هندوستان ته د تازه او وچې مېوې صادرات شوي دي.

ښاغلی پسرلی وايي چې له دې سره به د کال تر پایه هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه یو مېلیارد ډالرو ته پورته شي.