جنرال جان اف کلي د ډونالد ټرمپ د دفتر رئیس وټاکل شو

جنرال جان اف کلي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د دفتر رئیس وټاکل شو.

هغه د رینس پرای بس پر ځای ټاکل شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې ویلي چې خوشحاله دی، جنرال جان اف کلي په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس د دفتر د رئیس په توګه ټاکي.

ویل کېږي د ډونالد ټرمپ او د هغه د دفتر د پخواني رئیس تر منځ په وروستیو کې لږ څه مخالفتونه رامنځته شوي و.

د ولسمشر د دفتر نوی رئیس جنرال جان اف کلي د کورني امنیت وزیر و.