شمالي کوریا وايي امریکا په بالسټیک توغندیو ویشتلی شي

د شمالي کوریا رهبر ادعا کړې چې هېواد یې اوس امریکا متحده ایالتونه په بالستیک توغندي ویشتلی شي.

دا خبره کیم جونګ اون وروسته له هغه وکړه چې د شمالي کوریا له خوا د جمعې په ورځ د انټرکانټیننټال بالستیک توغندي ازموینه وشوه.

کیم جونګ اون ویلي چې دا میزایل اټمي سروکه لیږدولی شي او کولای شي تر امریکا متحده ایالتونو ورسیږي.

خو د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته چمتووالی لري.

هغه ګواښ کړی چې شمالي کوریا په ورته کار سره نور هم ځان منزوي کوي او لا ددغه هېواد خلک محروموي.

جاپان او امریکا متحده ایالتونو پرون تایید کړه چې شمالي کوریا بالسټیک یا لرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.