د غازي امان الله خان زوی شهزاده احسان الله په سویس کې ومړ

د غازي امان الله خان زوی شهزاده احسان الله

د غازي امان الله خان زوی شهزاده احسان الله پرون په سویس کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارګ ماڼۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني په یوه ټلیفوني تماس کې د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه ته تسلیت ویلی دی.

غازي امان الله خان څلور زامن او پنځه لوڼې درلودې چې تر شهزاده احسان الله مخکې یې ټول زامن وفات شوي و.