رستمي: د کلیو او پراختیا وزارت کوچیانو ته یخچالونه ورکوي

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن شنبه د څلورو ولایتونو یو شمېر کوچیانو ته داسې یخچالونه ورکوي چې د لمر په انرژۍ کار کوي.

د دې وزارت ویاند، اکبر رستمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې هغوd ته به د دې یخچالونو د فعالولو لپاره ځانګړي وسایل هم ورکړل شي.

اکبر رستمي وویل:

"ډېر لبنیات کوچیان تولیدوي، په ځانګړي ډول په ولایتونو کې، د دې لپاره چې هغوی خپل محصولات ښه وساتي او بازارونو ته یې د خرڅلاو لپاره ورسوي، تخنیکي وسایلو ته اړتیا لري، له دې امله یوشمېر کوچیانو ته افتابي یخچالونه ور وېشل کېږي."

ښاغلي رستمي څرګنده کړه چې په لومړي پړاوکې د پروان، بلخ، ننګرهار او هرات د یوشمېر کوچیانو سره دا مرسته کوي.

د هغه په وینا، د مرستې له دې ځانګړي پروګرامه به د کوچیانو لږترلږه دوه زره کورنۍ په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ګټه واخلي.