امریکا پر شپږو ایراني شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت پرون جمعه پر شپږو ایراني شرکتونو چې د هغه هېواد د بالسټیک مزايلو له پروګرام سره تړاو لري، بندیزونه اعلان کړل.

تر بندیزونو لاندې شوي شرکتونه په ایران کې د "ګروه صنعتي شهیدهمت" ترچتر لاندې فعالیت کوي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې بندیزونه یې د ایران د تحریک امېزه فعالیتونو او د سټلایټ دستګاه لېږدونکي راکټ د توغولو په وړاندې په غبرګون کې اعلان کړي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوشن وویل چې متحدایالات به د بالسټیک مزایلو په تړاو، د ایران د حکومت د فعالیت د مخنیوي هڅو ته په شدت دوام ورکړي.

ایران د پنجشنبې په ورځ داسې راکټ چې د سټلایټ دستګاه یې لېږدوله، وتوغول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک تېری کړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر وویل چې تازه اعلان شوي بندیزونه د ایران د بالسټیک مزایلو او نورو تحریک امېزه فعالیتونو په اړه د امریکا اندېښنه څرګندوي.

خو ایران ادعا کوي چې مزايل یې له ځانه د دفاع لپاره جوړ کړي او اټمي سرګلوله یا مردکۍ نه شي لېږدولائ.