روسیه: امریکا باید دې هېواد کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر کم کړي

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې امریکا باید په روسیه کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر کم کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا باید د سپټمبر له لومړۍ نېټې په روسیه کې د خپلو ډیپلوماټانو شمیر ۴۵۵ ته راښکته کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې امریکا د راتلونکې اګسټ میاشت له لومړی نېټې نشي کولی په مسکو کې د ډیپلوماټانو د اوړي له استوګنو او انباروونو ګټه واخلي.

روسيې دا پریکړه وروسته تر هغې کړې چې د امریکا کانګرس پر روسيې نوي بندیزونه تصویب کړي او د توشیح لپاره يې ولسمشرډونالد ټرمپ ته استولي دي.

مسکو دغه راز خبرداری ورکړی چې که امریکا نور روسي ډیپلوماټان وباسي دا هېواد به ورته اقدام وکړي.