د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نواز شریف له ګونده استعفا کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د صدراعظم نواز شریف له واکمن ګوند سره د اختلافاتو له کبله استعفا کوي.

چوهدري نثار علي خان په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، نوموړی به تر هغې چې د پاکستان ستره محکمه پر نواز شریف د اداري فساد د لګېدلو تورونو په اړه پریکړه کوي پر خپله څوکۍ پاتې شي.

ټاکل شوې چې دا پرېکړه به نن وشي.

د دې میاشتې په سر کې د محکمې یوې څېړنې وموندله چې د نواز شریف د کورنۍ پانګه د دوی د عوایدو تر سرچینو زیاته ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار وايي، د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ د ګوند له نورو غړیو سره یې په دې اړه شخړې کړي چې د پاناما د پاڼو له رسوایۍ سره څرنګه چلن وشي.

دا هغه څه دي چې د نواز شریف د کورنۍ د پانګې په اړه یې څېړنو ته لاره هواره کړه.

ویل کېږي چې د چوهدري نثار علي خان د کورنۍ غړي د پاکستان په پوځ کې لوړې څوکۍ لري او نوموړي ډیر کله د پوځ او نواز شریف تر منځ د رابطې د جوړولو په برخه کې کار کاوه.

نواز شریف تر دې مخکې د خپلې صدراعظمې په درې دورو کې د پاکستان له پوځ سره کړکیچنې اړیکې لرلې.

د پاکستان ستره محکمه کولی شي چې نواز شریف د پاکستان د صدراعظم له څوکۍ لرې کړي خو دا چې ګوند یې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري نو کولی شي نوی صدراعظم وټاکي.