د امریکا سنا پر روسیې د بندیزونو لایحه تصویب کړه

د امریکا د سنا مجالس د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالد ټرمپ د مخالفت سر بېره په اکثریت رایوو پر روسیې د بندیزونو لایحه تصویب کړه.

دا لایحه چې د ۲ مخالفو رایوو په وړاندې په ۹۸ موافقو رایوو تصویب شوه، پر روسیې سربېره پر ایران او شمالي کوریا هم نوې بندیزونه لګوي.

اوس دا تصویب شوې لایحه ولسمشر ټرمپ ته ځي چې نوموړی به یې یا توشیح او یا هم ویټو کړي.

د بندیزونو دا نوې لایحه د امریکا د کانګرس په دواړو مجلسونو کې پراخ ملاتړ لري او که چیرې ولسمشر ټرمپ یې د ویټو کولو پریکړه وکړي د نوموړې د ویټو د لغوه کېدو لپاره په کانګرس کې کافي شمېر رايې شته.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د روسیې د مداخلې ادعاوې رد کړي، پرون وویل«د خپل هېواد په وړاندې به پرلپسې ناسم اقدامات ونه زغمي.»