القاعده شبکې په کشمیر کې خپل نوی قوماندان اعلان کړ

د القاعده شبکې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې ظاهر موسی به په کشمیر کې د هند د واکمنۍ خلاف د وسله والو د یوې نوې ډلې مشري وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د القاعده شبکه ادعا کوي چې په کشمیر کې فعالیت لري.

کشمیر د هند او پاکستان تر منځ غرنۍ سیمه ده چېرې چې د پاکستان ملاتړ لرونکي بېلتون غوښتونکي د هندوستان له پوځ سره په جګړه کې بوخت دي.

د نړیوالې اسلامي جبهې په نوم د القاعده په یوې اعلامیه کې راغلي چې کشمیری ظاهر موسی به چې په دې وروستیو کې په کشمیر کې د ” حزب المجاهدین “په نوم له لویې وسله والې ډلې جلا شوی دی د ” انصار الغوضه الهند “په نوم د القاعده شبکې سره د تړلې وسله والې ډلې مشري وکړي.

تر دې مخکې هیڅ نړیوالې سخت دریځې ډلې په څرګنده په کشمیر کې فعالیت نه درلود.

کشمیر د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوې سیمه ده چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت ادعا کوي.

هندي چارواکو ویلي، د القاعده شبکې دا اعلان په کشمیري بېلتون غوښتونکو د یو ایډیالوژیک بدلون څرګندونه کوي.

تر دې مخکې په کشمیر کې هغو وسله والو چې د پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره د هندوستان خلاف جګړه کوي، پرله پسې په کشمیر کې د القاعده شبکې په څیر د نړیوالو سخت دریځو ډلو موجودیت رد کړی وو.