ته ینج: جنرال دوستم تر راتلوونکو ۱۰ورځو له ترکیې کابل ته راځي

د جنبش ملي سرچینې وايي، تمه ده د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر راتلونکو لسو ورځو پورې له ترکیې څخه هېواد ته راستون شي.

د جنبش ویاند بشیر احمد ته ینج تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، هېواد ته د ښاغلي دوستم له راستنېدو وروسته به د افغانستان د ژرغونې لپاره ائتلاف هم رسماً خپل موجودیت اعلان کړي:

"موږ د دوی د راستنېدو لپاره د تیاریو هڅه کوو او تیارۍ مو هم نیولې دي، هغه به په یوه هفته یا لسو ورځو کې کابل ته راشي او د هغه له راتګ سره به موږ د نوي ائتلاف کار هم پیل کړو."

د دوستم په مشرۍ د جنش ملي، د عطا محمدنور او صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي او د محمد محقق په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوندونو ترمنځ د ائتلاف خبر نژدې یوه میاشت مخکې خپور شو.

د ولسمشر لومړی مرستیال څو میاشتې وروسته له دې چې خپل دفتر ته له تلو څخه یې ډډه وکړه نژدې دوه نیمې میاشتې مخکې ترکیې ته ولاړ.

د جنبش ویاند ازادي راډیو ته ویلي دي چې ښاغلی دوستم د علاج لپاره په ترکیه کې پاتې دی.