په بیت المقدس کې پرون یو ځل بیا نښتې شوي

په بیت المقدس کې نښتې پرون وروسته له هغه پیل شوې چې د اسرائیلو له خوا په الاقصی جومات کې د نصب شویو امنیتي وسایلو له لیرې کولو وروسته زرګونه مسلمانانو د لمانځه لپاره هجوم راوړ.

دا ساحه هم مسلمانان او هم یهودان سپیڅلې ګڼي.

د اسرائیلي پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ وکارولې او او فلسطینیانو د جومات د احاطې دېوالونه په کاڼو وویشتل.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وویل چې لږترلږه یوسل او دیارلس فلسطینیان په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.

په بیت المقدس کې کړکیچ وروسته له هغه زیات شو چې د جولای په ۱۴مه نېټه په بیت المقدس کې د دوو اسرائیلي پولیسو د وژل کېدو په دوام، اسرائیلو په الاقصی جومات کې د امنیتي وسایلو د نصب په ګډون امنیتي تدابیر پراخ کړل.