د کابل د ځمکې لاندې ککړې اوبه، د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند ته لوی ګواښ!

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ککړو اوبو د څښلو له کبله په رنګا رنګ نارغیو اخته کېږي.

په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل د اوبو له ککړتیا اندېښنه لري د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ککړو اوبو یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې چټلو او ککړو اوبو یې ژوند تر دې رسولی چې ماشومان‌یې ډېر وخت په روغتونونو کې تېر کړي.

کابل ښاریان وايي د ناپاکو اوبو څښلو یې ماشومان ناروغان کړي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو شیر افغان شیرزي او جاوید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دوه اوونۍ وړاندې مې خور ناروغه شوه چې روغتون ته ولاړو او معاینات مو وکړل ویې‌ویل چې چټلې اوبه‌یې څښلي او ناروغه شوې ده."

"دوه ماشومان لرم د همدې اوبو له کبله داسې اسهال شوي وو چې فکر مې نه‌کاوه جوړ به شي په روغتون کې ۱۵ ورځې بستري وو."

روغتیا وزارت وايي د چټلو اوبو څښلو ګڼ ماشومان ناروغ کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ککړو اوبو څښاک او په ځينو مواردو کې ورڅخه استفاده د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال فرید محمد پیکان وايي چې له ککړو اوبو څخه تر ډېره ماشومان اغېزمن دي او د ناروغانو شمېر یې په اوړي کې ډېر وي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه په شکلي او کتلوي لحاظ داسې ارقام نه‌شته چې وښيي څوک د ککړو اوبو له لاسه مړ شوی دی، شمېرې نه‌شته خو موسمي ناروغۍ شته په ګرمیو کې د ماشومانو ناروغۍ او اسهال ډېر وي."

د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې تر ډېره خپل رول څارنه بولي وايي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو ته که پاملرنه ونه‌شي تر استفادې به ووځي.

د دې ادارې مرستیال ولي مدقق ازادي راډيو ته وویل:

"دوه مسئلې دي د مسؤله ادارو او خلکو پاملرنه، که دا دواړه خپلو ناغېړیو ته دوام ورکړي بې له شکه د کابل اوبه به تر دې هم خرابې شي."

هغه وايي، د چاپېریال او اوبو ساتنې لپاره چې تر اوسه کوم اقدامات شوي نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

خو د چاپېریال ساتنې اداره په دې اړه هم دقیق ارقام نه‌لري چې د کابل څو فیصده اوبه ککړې دي.

د نفوس او غیر پلاني ساحو ډېریدل، د ډېرو ډېرانونو موجودیت، د کانالېزاسیون او د اوبو رسولو شبکو نشتوالی او د سپټیک څاګانو کېندنه هغه عوامل دي چې د کابل ښار د ځمکو لاندې اوبه‌یې ککړې کړې دي.

په کابل ښار کې د غیر پلاني ودانیو جوړېدو دغه ستونزه خورا پراخه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د سپټیک څاګانو کېندل په زیاتېدو دي او دا کار د دې سبب شوی چې تر ۱۵ مترو ژورې اوبه ککړې شي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کابل ښار په نېږدې سیمو کې ۴۰۰ سپټیک څاګانې کېندل شوې وې او اوس‌یې شمېر ډېر شوی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کانالېزاسیون د نشتوالي له کبله مجبور دي چې د سپټیک غیر معیاري څاګانې وکېندي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي شمس‌الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که کانالېزاسیون وي اوبه به یوه لار ولري او له ښاره وځي اوس چې ځای پر ځای ولاړې وي نو طبعاً جذبېږي او د ځمکې لاندې اوبه خرابوي."

خو د کانالېزاسیون او اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس حمیدالله ایلاني وايي چې د کابل ښار د ککړو څاګانو او اوبو د تصفیې لپاره پر دوو پلانونو کار کوي.

هغه وايي چې ټولو دولتي ادارو او لوړپوړیزو ودانیو ته ویل شوي چې د فاضله اوبو سیسټمونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو ګام دا دی چې که زموږ وزارتونه، دولتي نورې ادارې او دنګې ودانۍ د فاضله اوبو سیسټم ولري نو موږ به تر ۵۰ فیصده دا ستونزه حل کړي وي."

د ډېرانونو موجودیت او بیا یې خښول هم د کارپوهانو په باور هغه څه دي چې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د ککړتیا سبب کېږي.

د کابل ښاروالۍ بیا وايي چې دوی د کثافاتو ډیرانونه له ښاره دباندې په یوه ازاده ځمکه کې خښوي.

کابل ښاروالۍ وايي، له کابل څخه هره ورځ ۵ زره مټریک ټنه ډېرانونه ټولوي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مرستیال نظیم ابراهیمي وايي چې له کابل څخه هره ورځ ۵ زره مټریک ټنه ډېرانونه ټولوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا وخت ټولې کثافت دانۍ خښېږي، له دې وروسته زموږ پلان دا دی چې کثافت دانۍ تصفیه شي او د کابل ښار په څلورو سیمو کې به دا معیاري تصفیه خونې وي."

له دې سره د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل سیند د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا یو بل لامل ګڼي.

د دغه وزارت د ځمکې لاندې اوبو د کنټرول رئیس محمد نعیم توخي وايي، دا مهال سیند ته نېږدې د ډېرو کورونو تشنابونه د کابل سیند ته بهېږي.

کابل سیند

ښاغلی نعیم وايي چې وزارت‌یې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژه د شاه‌توت بند جوړوي چې ورسره به د اوبو ستونزه تر یوې اندازې کمه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اوبو او انرژۍ وزارت دا مهال د مصنوعي اوبو د تغذیې پروژه تر لاس لاندې لري، د دې پروژې لومړني کارونه پیل شوي او دا کار د اوبو د کچې له لوړولو او ککړتیا د کمېدو سره مرسته کوي."

له دې سره د چاپېریال ساتنې ادارې د چارواکو په باور په کابل ښار کې د واحدې اوبو رسولو شبکې نشتوالی بله هغه ستونزه ده چې خلک‌یې له ککړو اوبو نه استفادې ته مجبوره کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت په ټول هېواد کې شااوخوا ۴۵٪ وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د چاپېریال پېژندنې یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې حکومت دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې او اړوند ادارې په بې‌غورۍ تورنوي.

په کابل کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي خلک اندېښمن کړي.

له دې ډلې محمد بهیر وايي:

"د کابل ښار ټولې اوبه ککړې شوې دي، د دولت، مسؤلینو او عامو خلکو بې‌پروايي دا ستونزه لا جدي کړې او همدوی یې عاملین دي."

  • له انتقادونو، خبرداریو او شکایتونو ورهاخوا دا وخت د دغې ستونزې حل لار څه ده؟

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې د نفوسو د تراکم مخه باید ونیول شي او د کابل کانالېزاسیون باید ژر تر ژره جوړ شي.

د دې تر څنګ د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسولو ریاست د شاه‌توت بند په ژر پرانیستې ټينګار کوي چې د دوی په باور له دې کار سره به په کابل کې د اوبو کچه لوړه شي.

راپور: یوسف ځدراڼ