ازاد: ولسمشر غني د هلمند امنیتي وضعیت ارزولی

افغان ولسمشر هلمند ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولايت امنیتي وضعیت ارزولی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي هيئت په مشري هلمند ولایت ته ولاړ.

د جمهوري رياست مرستیال وياند نجيب‌الله ازاد له ازادي راډيو سره په دې اړه په خبرو کې وویل:

"په دغه سفر کې له ولسمشر غني سره د کورنیو چارو او دفاع وزيران هم تللي دي، لومړی ولسمشر د ميوند قول اردو له قوماندان سره وکتل او امنيتي وضعيت‌يې وڅېړه، د قول اردو قوماندان ولسمشر ته وويل چې افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تهاجمي حالت کې دي او همداراز ولسمشر د ګرشک د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره وکتل او هغوی ته‌یې تسليت وړاندې کړ."

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې هلمند ولايت ته سفر کړی چې په ناوه او ګرشک ولسواليو کې له يوې مودې راهيسې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.