افغان ولسمشر اشرف غني هلمند ولایت ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته تللی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې لوړپوړي چارواکي ملتیا کوي، خو په اړه‌یې زیات جزئیات ورنه‌کړل.

بل‌خوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې محمد اشرف غني د هلمند په شوراب نظامي اډه کې له سیمه‌ییزو پوځي چارواکو سره د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه خبرې پیل کړې دي.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې ښاغلی غني به په ګرشک کې د هغو پولیسو له کورنیو سره هم وګوري او غم شریکې به ورسره وکړي چې څو ورځې وړاندې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي وو.