پاکستان ویلي افغانستان کې یې ۲ تښتول شوي ډیپلوماتان موندل شوي

د پاکستان حکومت ویلي په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي ډیپلوماتان په "خوندي توګه" موندل شوي او ژر به له کابله اسلام‌اباد ته واستول شي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې لیکلي چې افغان ولسمشر د پاکستان شارژدافیر ته پرون په ټيلیفون د دغو دوه پاکستاني اتباعو د پيدا کېدو خبره کړې ده.

په خبر کې دا هم راغلي چې په ننګرهار کې د پاکستان د جنرال قونسلګرۍ دا دوه کارکوونکي د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې ژغورل شوي دي.

هغوی اوس په کابل کې د پاکستان په سفارت کې دي او ژر اسلام‌اباد ته استول کېږي.

د پاکستان د جنرال قونسلګرۍ دا دوه کارکوونکي د جون په ۱۶مه له ننګرهار نه تورخم ته په لار و چې لادرکه شول.