روسي چارواکو د امریکا د یوې نوې لایحې په تصویب انتقاد کړی

روسي چارواکو او د دغه هېواد د پارلمان استازو په مسکو باندې د تازه بندیزونو د لګولو په خاطر د امریکا د استازو جرګې له لوري د یوې نوې لایحې په تصویب انتقاد کړی دی.

د دغو روسانو په خبره دا کار به د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره د سختو او سزا بخښونکو ګامونو د لیرې کولو اسانول ستونزمن کړي.

همداراز اروپايي ټولنې هم پر روسیې باندې د بندیزونو له لګولو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د استازو جرګې له‌خوا داسې کار به د اروپا د انرژۍ امنیت زیانمن کړي.

د دې لایحې د تصویب لپاره چې په ایران او شمالي کوریا هم بندیزونه وضع کوي د استازو جرګې ۴۱۹ غړیو موافقه رأیه وکاروله او یوازې درېيو تنو یې مخالفت وکړ.