فاریاب چارواکي: د کوهستان نیولو کې ۱۴۲طالب وسله‎وال وژل شوي

په فاریاب ولایت کې چارواکي وايي چې له طالبانو څخه د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو پر مهال یې طالب وسله‎والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د فاریاب امنیې قوماندان جنرال دلاور شاه دلاور رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د کوهستان د نیولو پر مهال په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۱۴۲طالب وسله‎وال وژلي او له سلو ډېر یی ټپيان کړي دي.

هاخوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې د فاریاب ولایت د قیصار، شیرین تګاب او کوهستان ولسوالیو د بشپړ تصفیې په خاطر نن سهار سلګونه تازه دمه سرتیري چې په‎کې کماندو ځواکونه هم شامل دي سیمې ته استول شوي دي.