ټرمپ: ایران دې نړیوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې درناوی وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ایران ته بل خبرداری ورکړ چې باید له نړیوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې درناوی وکړي که نه؟ له لویو لویو ستونزو سره به مخامخ شي.

دا د واشنګټن او تهران ترمنځ په لوړه سطحه د خبرداریو د لړۍ وروستی خبرداری دی او وروسته له هغې ورکول کېږي چې د امریکا سمندري ځواکونو د سې شنبې په ورځ وویل چې په فارس خلیج کې یې د یوې ایرانۍ کښتۍ پر لوري د خبرداري ډزې کړې دي.

ټرمپ تېره اوونۍ تائید کړې وه چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه عملي کړې ده.

د دغې موافقې له مخې ایران خپل اټمي فعالیتونه بندوي او نړیوال هم پرې بندیزونه لیرې کوي.

ټرمپ د امریکا په اوهایو ایالت کې خپلو زرګونه ملاتړو ته په یوه غونډه کې وویل چې دی تر اوسه تهران ته اندېښنه لري او زیاته‌یې کړه که دغه موافقه هغسې چې لازمه ده عملي نه‌شي ایران به له ډېریو لویو ستونزو سره مخامخ شي.