ملي ارمان: د سلما د بند ساتنه دې وشي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې بېلابېلو مسایلو ته اشاره کړې ده.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې کابینه لا هم بشپړه نه ده تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو درې کاله تېریږي خو تر اوسه يې هم کابینه بشپړه نه ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې په حکومت کې ناندرۍ او تضادونه د دې سبب شوي چې حکومت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شي او له خلکو سره کړې ژمنې عملي نه کړي.

د سرمقالې لیکوال د ولسمشر له خوا په حکومت کې نویو ټاکنو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې تازه ولسمشر غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې د سرحدونو، اقوامو او قبایلو او د ټرانسپورټ وزارتونو او سیمه ییزو ارګانونو ادارې لپاره کاندید وزیران معرفي کړي دي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د سلما د بند ساتنه دې وشي تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې او لیکلي دي چې حکومت د عامه، دولتي او شخصي ملکیتونو په ساتنه مکلف دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د غور د تیوره ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبان هڅه کوي چې د سلما بند ته ځانونه ورسوي او د برېښنا دا ستر بند تخریب کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د تیوره ولسوالۍ د نیولو لپاره ګاونډي هېواد ایران له وسله والو طالبانو سره د وسلو او پيسو همکاري وکړه تر څو له دې لارې د سلما بند له منځه یوسي.

د سرمقالې لیکوال له حکومته غواړي چې باید ژر تر ژره د تيوره ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي تر څو د سلما د برېښنا بند له خطره په امان شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې سرمقاله په یوه برخه کې په دې اړه لیکلي چې ایران په افغانستان خپلې ګټې لټوي او د اوبو په سر بندونه نه شي زغملای.

د سرمقالي لیکوال وړاندې لیکي چې ایران په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د مخنیوي لپاره وسله والو طالبانو ته پوځي مرستې ورکوي.

سرمقاله لیکونکی وسله وال طالبان ننګوي او لیکي چې ایران، روسیه او پاکستان هېڅکله د طالبانو بریا نه غواړي بلکې دوی د جنګي وسایلو په توګه کاروي.

او مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو جلا مطلب کې لیکلي چې تر پولې را رسېدلې د ټاپې پروژې ته حکومت لا هم چمتو نه دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي چې له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د اوبلن غاز د لیږدولو پروژه [ټاپي] د افغانستان پولو ته را رسېدلې؛ خو دلته د څلورو ولایتونو له داسې سیمو تېریږي چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

ورځپاڼې د اقتصادي چارو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې ټاپي د سیمې او نړۍ په کچه پر افغانستان د اقتصادي باور د رامنځته کولو یو مهم فرصت دی او حکومت باید له سیاسي، امنیتي او ټولنیز پلوه د دې پروژې پیلولو ته پوره چمتوالی ولري.

ورځپاڼې د وسله والو طالبانو د بوه ویاند له قوله دا هم لیکلي چې طالبان به دې سترې اقتصادي پروژې ته خنډ جوړ نه کړي او له هغو سیمو به د جګړې لمن ټوله چې دا نل لیکه پرې تېريږي.