افغان چارواکي: د فاریاب کوهستان ولسوالۍ له طالبانو ونیول شوه

افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز او شااوخوا اته کلي یې بېرته له وسله‎والو طالبانو نیولي دي او دغلته‌یې امنیتي ځواکونو شااوخوا ۷۰ تنه له څلور ورځنۍ محاصرې خلاص کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو قوماندان نصرت‎الله جمشیدي ازادي راډیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي، د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو په عملیاتو کې د محاصره شوي ځواکونو سربېره دغلته ډیسانت شویو، د کمانډو تازه دمه ځواکونو او د ګاونډیو ولسوالیو امنیتي ځواکونو ونډه درلوده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم پر خپل ټویټرپاڼه د افغان ځواکونو له‎خوا د کوهستان د ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیول تائید کړي او ویلي یې دي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې هم تصفیوي عملیات په بریالیتوب روان دي.