دفاع وزارت: جاني‎خېلو کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پکتیا په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي خو په همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره یوځای شوي او ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله‎والو طالبانو لاس ته نه‎ده لویدلې.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز چې پولیس ترې په شا شوي بېرته له وسله‎والو طالبانو ونیسي.

بل پلو ته پرون سې شنبه مازیګر په ارګ د ولسمشر غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو په غونډه کې د هغو درې ولسوالیو په وضیعت بحث وشو چې په وروستیو څو ورځو کې وسله‎والو طالبانو نیولي دي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په غونډه کې د غور ولایت په تیوره، د فاریاب ولایت په کوهستاناتو او د پکتیا ولایت په جاني‎خېلو کې وروستي انکشافات وڅېړل شول امنیتي ادارو ته له لاسه د وتلو سیمو د نیولو لپاره لارښونې وشوې.

د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې همدا راز ویل شوي چې په دې ولسوالیو کې د وسله‎والو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه اغېزناک وو او په کې بریدګرو ته درانه تلفات اوښتي.

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي که څه هم د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره نه‌تائیدوي، خو د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دغه ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی که څه هم ازادي راډیو ته په سیمه کې د روانې جګړې خبره تائید کړه، خو دا چې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولې، څه ونه‌ویل.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس سردار خان ملنګ‌زوی د جرمني «ډي. پي. اې» خبري اژانس ته وویل چې د جاني‌خېلو ولسوالۍ نن سهار وختې وسله‌والو طالبانو ونیوله.

تر اوسه په جګړو کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو که چارواکي د دې ولسوالۍ د سقوط خبره تائید کړي دا به درېیمه ولسوالۍ وي چې په دوه درې ورځو کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېږي.

تر دې مخکې طالبانو د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ نیولې وې.

  • پخواني معلومات

د پکتیا چارواکي وايي په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی او جګړه شدیده ده.

د سیمې اوسېدونکو ازادي رادیو ته وویل چې د جګړې په پایله کې وسله‌والو طالبانو په جګو نقطو کې د افغان ځواکونو پوستې نیولې دي او له هغه وروسته‌یې ولسوالۍ او قوماندانۍ نیولې دي او زیاتوي چې د ولسوالۍ ښار تعمیرات او دولتي ځایونه او ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.

ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي.

نور جزیات وروسته ...