متین: د کندز ـ تخار لار بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

افغان چارواکي د کندز تخار د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکوي.

د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان جنرال ادم خان متین نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د ګډو ځواکونو د تصفویوي عملیاتو په نتیجه کې نن غرمه مهال بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

هغه وویل، د لارې د ښه امنیت لپاره په شااوخوا سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري.

ویل کېږي دغه لاره د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړلې وه.