امین: داعشیانو په جوزجان کې یو قومي مشر وژلی

د جوزجان چارواکي د دې ولایت په قوش‌تپې ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا د یوه قومي مشر د اعدامولو خبر ورکوي.

د قوش‌تپې ولسوال امین‌الله امین ازادي راډیو ته وویل چې د داعش خلکو د ګل اغا په نوم یو ۴۵ کلن قومي مشر چې د دې ډلې له کړو وړو سره مخالف و، تېره شپه د خانقا له کلي له ځان سره یووړ او په چقمه چقور ولسوالۍ کې یې په ډزو وواژه.

په جوزجان کې په دې وروستیو کې د داعش فعالیتونه زیات شوي دي.