چارواکي: د هرات شینډنډ کې ۴۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د هرات چارواکي د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې د پیل شويو عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

د هرات ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې د کومانډو او ځانګړو ځواکونو له‌خوا پرون او تېره شپه ترسره شول، ۴۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې د ملا نجیب په نوم د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو مشر او د طالبانو له‌خوا شینډنډ ته نومول شوی ولسوال هم وژل شوي او وسله‌وال طالبان له څو کلیو ایستل شوي دي.

له دې مخکې هم افغان چارواکو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د څو نورو مهمو قوماندانانو د وژل کېدو خبره کړې وه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې څه نه‌دي ویلي.