پنټاګون: پاکستان ته نور د ترهګرۍ ضد مبارزې ځانګړې پیسې نه ورکوو

د امریکا متحدو ایالتو دفاع وزارت له پاکستان سره د سلګونو مېلیونو ډالرو مرسته بنده کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد په پاکستان کې دېره د حقاني شبکې په وړاندې کافي اقدام نه‎دی کړی.

دغه وزارت څه باندې درې سوه مېلیون ډالره چې ټاکل شوې وه، پاکستان ته یې د ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې په خاطر ورکړي، نه ورکوي او وایي چې دغه هېواد د حقاني شبکې په وړاندې چې په پاکستان کې دیره د طالبانو یوه څانګه ده، څنګه چې لازمه وه، اقدام نه‎دی کړی.

دفاع وزارت دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ چې د دفاع وزیر جیمز مټیس هم په‎کې و، بحث وشو.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس

د فارن پالیسۍ خپرونې په وینا، ویل کېږي چې د ټرمپ اداره به داسې یوه ستراتیژي تصویب کړي چې هغه رول ته په پام سره چې پاکستان یې د افغانستان په جګړه کې لوبوي، د اسلام اباد په وړاندې سخته تګلاره غوره شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند اډم سټمپ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په اوس وخت کې به دغه مرستې د پاکستان له حکومت سره ونه‎شي، ځکه دفاع وزیر دا تاییدولی نه‎شول چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې کافي اقدامات کړي دي.

دا د هغو ۹۰۰ مېلیونو ډالرو مرستې یوه برخه ده چې پنځه نیم سوه مېلیونه ډالره یې پخوا پاکستان تر لاسه کړي دي.

پاکستان له ۲۰۰۲ مېلادي کال راهیسې، له کله چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا په مشرۍ جګړه پیل شوې او دغه هېواد ور سره یو ځای شوی، له امریکا شااوخوا ۱۴ مېلیارډه ډالره مرسته تر لاسه کړې ده.

دغه مرسته د ائتلاف ملاتړي وجهي صندوق له‎خوا د ترهګرۍ د ځپلو په مقصد د پاکستان له حکومت سره شوې ده.

د امریکا د نوې ادارې دغه نوي دریځ ته په پام سره چې ایا اسلام اباد به د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي او ایا دغه هېواد به د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي چې کابل یې د دښمنۍ پالیسي بولي، بدله کړي؟ دا پوښتنه مې د سیمې د سیاسي چارو له کارپوه لطیف افریدي څخه وکړه.

ښاغلی افریدی وايي، د ټرمپ ادارې تر اوسه داسې نښې ښودلي چې امریکا نوره د پاکستان په وړاندې جدي ده.

لطیف افریدي

ښاغلي افریدي زیاته کړه:

"دا د ټرمپ د حکومت د پالیسۍ یو ړومبی ګام دی او ښکاري چې هغوی واضح فیصله وکړه چې موږ د پاکستان د دغو دروغو، غلطو بیانونو، کوم چې باور ورکوي چې موږ به داسې وکړو، هسې وکړو، پر دې خبرو نور دوی مطمئن نه‎دي او تر څو پورې چې د پاکستان خلاف ډېره سختي ونه‎شي، نو د افغانستان په هکله به هغه لاره او نظر چې د پاکستان پوځ او نور یې لري او هغه هم بیخي خیرن اوغلط دي، بدل نه‎شی، هغوی په افغانستان کې د خپلې خوښې د حکومت را وستل غواړي او غواړي چې طالبان بیا مسلط کړي."

د ښاغلي افریدي په وینا، ښایي د ټرمپ اداره د پاکستان په وړاندې نور اقدامات هم وکړي.

له دې مخکې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې د مشر جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ د امریکایي سناتورانو څو کسیزې ډلې هم د اسلام اباد او کابل له کتنو وروسته ویلي وو چې پاکستان باید خپله پالیسي بدله کړي او که داسې ونه‎کړي، امریکا به د دغه هېواد په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.

د فارن پالیسۍ په وینا، د امریکا پوځي چارواکو او د کانګرس غړو له میاشتو میاشتو راهیسې دا خبره کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه نوې ستراتیژي به یواځې پر افغانستان متمرکزه نه‎وي، بلکې ټوله سیمه به رانغاړي.

​په دغې ستراتیژۍ کې دغه راز له پاکستانه هم په کلکه غوښتل کېږي چې د دغه هېواد په لوېدیځه برخه کې د طالبانو او حقاني شبکې مرکزونه له منځه یوسي.

دواړه ډلې له دې ځایه پر افغانستان حملې کوي.

پنتاګون پر پاکستان د سلګونو مېلیونو ډالرو مرستو د بندولو اعلان وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې پاکستان هغه هېواد یاد کړی چې تر اوسه پکې د حقاني شبکې په څېر سخت دریځې ډلې امن ځایونه لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ټولو ترهګرو په وړاندې یې بې توپیره اقدامات کړي دي.