ارزګان کې جګړه ځپلي خلک د ویجاړو شويو سیمو بیارغونه غواړي

ارزګان ولایت کې د جګړه ځپلو سیمو خلک په خپلو سیمو د بیارغونې د کارونو غوښتنې لري.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د یو شمېر جګړه ځپلو سیمو اوسیدونکو د دوشنبي په
ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جګړو سخت ځپلي دي او هر څه یې ترې اخېستي دي.

دوی له دولته غواړي چې ورسره مرسته وکړه او په سیمه کې دې د بیارغونې پروژې ورته پلي کړي.

په ورته وخت بیا د دغه ولایت ولایتي اداره هم د دغه جګړه ځپلو دغه ستونزې مني
او وايي چې دغه سیمو ته یې د مرستې او پروژو د پلي کولو لپاره د سروې ټیمونه
استولي دي.

بشپړ راپور د شریف الله شرافت په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور