مسؤلین: په هرات کې پانګه اچونه د ودې او پراختیا په حال کې ده

د هرات د صنعتکارانو ټولنه وايي، په دغه ولایت کې پانګه اچونه د ودې او پراختیا په حال کې ده.

د دغې ټولنې رئیس حمیدالله خادم نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال په دغه ولایت کې له ۲۳۰ څخه زیاتې فابریکې فعالیت لري.

ښاغلی خادم زیاتوي چې دغه فابریکې د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ دي.

خادم د هرات د برېښنا ریاست له مسولینو څخه غواړي، څو هر څومره ژر چې ممکن وي، د هرات صنعتي پارک ته ۵۰ مېګاواته برېښنا ورکړي.