خوګیاڼی:د ننګرهار په مامندرې کې۵داعشیان وژل شوي

د ننګرهار په مامندره ولسوالۍ کې د داعش ۵وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې په مامندره ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عملیات روان دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دې عملیاتو کې د سیمې خلکو ته تاوان نه دی رسېدلی.