درانی: د کندهار په ۲ ولسوالیو کې ۲۱ طالبان او ۴ پولیس وژل شوي

تېره شپه د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه او د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ وسله وال او څلور پولیس وژل شوي او دغه راز ۲۰ وسله وال او ۶ پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفینو د کندهار په شمالي ولسوالۍ نیش کې د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو حمله کړې چې د پولیسو د مقاومت سره مخامخ شوي.

د دراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهاره يې دوام درلود ۱۵ وسله وال او څلور پولیس وژل شوي شل وسله وال او شپږ پولیس ټپیان شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شپې پر ۱۱ بجې وسله والو زموږ د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چي زموږ د سرتېرو د مقاومت سره مخامخ شول په دې جګړه کې ۱۵ وسله وال ووژل شول او شل نور ټپیان شول زموږ څلور امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي شپږ ټپیان شوي."

د پولیسو ویاند وايي، تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي او د میوند ولسوالۍ لپاره يې د میوندي په نوم د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال د پنځو نورو ملګرو سره وژلي او د قاري په نوم د هغوی یو بل قوماندان يي د وسلو او نور مهماتو سره نیولی دی.

د دراني په وینا په دغه عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي.

بلخوا وسله والو په شاولي کوت ولسوالۍ کې د تېري ورځې راهیسې د کندهار- ارزګان لویه لار تړلې او ویل کېږي چې په ځنیو سیمو کې يې ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وايي ددغه لارې دخلاصون لپاره يي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو چمتوالی نیولی.

ضیا دراني دغه راز وویل چي پولیسو د ۴۳ ملکیانو د څرک معلومولو لپاره هم هڅي شروع کړي چي د تېري چهارشنبې په ورځ د وسله والو لخوا د دوی سره د نه همکارۍ په تور وتښتول شول.

د تښتول شویو کسانو شمېر لومړی او یا تنه وو چي ۷ تنه يي وژل شوي شل ته تنه يې خوشي شوي او د پاتې ۴۳ کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

که څه هم چارواکي تښتول شوي کسان ملکیان بولي خو په شاه وليکوټ کې یوې امنیتي سرچني ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان محلي پولیس دي او په پاتې ۴۳ کسانو کې يې هم ډېري د محلي پولیسو سره تړاوو لري.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: محمدصادق رښتینی