د ارزګان ځيني ښوونکي: له تېرو ۴ میاشتو راهیسې مو معاش نه‌دی اخیستی

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د یو شمېر ښوونځیو ښوونکي پر دولت تور پوري کوي چې د دوی حقوق يې نه دي ورکړي.

دغه ښوونکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دولت يې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې معاشات نه دي ورکړي او په خبره يې چې نه يې هم هغه اړتیاوي پوره شوي کوم چې دوی ورته په ورځينو چارو کې اړتیا لري.

دوی وايي، په دغه روانو جګړو کې د ښوونځیو د ضروت وړ ټول مواد له منځه تللي دي.

دغه ښوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي چې معاشات دي ورکړي او په ښوونځۍ کې دي هغه د ضروت وړ مواد ورته پوره کړي.

د ارزګان د یوه ښوونځي زده کوونکي.

د هغوی له جملې څخه یو هم زهورالحق دی او بل هم تورخان دی چې ازادي راډيو ته يې داسې وویل:

"زهورالحق ـ زه د سفیدخار د لېسې ښوونکی یم، موږ ډېرې ستونزې لرو، هغه ستونزې مو دا دي چې یو خو دا څلور میاشتې کېږي چې معاشات مو بند دي نه يې دي راکړي او بل دا چې ښوونځئ مو ټول ویجاړ شوی دی په دغه جګړو کې، دروازې يې ماتي دي مېزونه، څوکۍ او داسې نور شیان مو ټول خراب شوي دي."

"تورخان ــ ولې دولت زموږ معاش نه راکوي، وظیفه مې نه ده اجرا کړې، که مې وظیفه اجرا کړې ده نو بیادي موږ ته خپل معاشات راکړي، زه خو بل هېڅ خواري نه لرم، همدغه مې خواري ده، زموږ غوښتنه داده چې باید موږ ته خپل معاشات پر وخت راکړي."

دغه ښوونکي وايي، ددغه ولایت په ښوونځيو کې د پخوا په پرتله د زده کونکو شمېر هم کم شوی چې د دوی په خبره چې لامل دغلته دولت له لوري ښوونځیو ته نه پاملرنه ده.

دا په اسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د مسؤلینو په خبره د تېر کال راهیسې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ وو او د څه باندې ۳۶۰ښوونځیو له جملې څخه یوازې ۷ښوونځۍ د زده کونکوپرمخ خلاصي دي.

له دې سره دغلته زده کونکي هم له ورته ستونزو څخه سر ټکوي.

دوی وايي، ښوونځي وسله والو طالبانو چور کړي او تخریب کړي دي خو اوس په ښوونځيو د څښاک اوبه مېز، څوکۍ او دزه کړې لپاره مناسب چاپېریال نه لري.

د ارزګان د یوه ښوونځي زده کوونکي.

یو شمېر زده کونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"جانان همت یم د یوولسم ټولګۍ زده کونکی یم، موږ په ښوونځۍ کې پخوا ښه مېزونه او څوکۍ لرلې، ښه اوبه مو لرلې،ښه ښایسته ښوونځي مو وه،خو کله چې وسله وال طالبان راغله دي سیمه ته،د ښوونځيو ټول شیان یې وسوځول او یا هم مات يې کړه، لکه مېزونه او څوکۍ، د ښوونځي کړکۍ، دروازې، د اوبو سیسټم او داسې نور شیان تخریب کړي دي."

"نقیب الله د اووم ټولکۍ زده کونکی یم،زه اوس هغه د پخوا په پڅیر زده کړه نشم کولای،ځکه له یوې خوا ټکان دي او له بلې خوا زموږ ښوونځي دروازې نه لري، هرسړی ورته راتلای شي."

په ورته وخت کي بیا د دغه ولایت د پوهني ریاست مسؤلین او دغلته ولایتي اداره په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو بل خوا بیا د پوهني وزارت مسؤلین یوازې د هغو ښوونکو ستونزې مني چې نوي په دندو ګمارل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد ازادي راډيو ته وویل چي یوازې د هغو ښوونکو په معشاتو کې ستونزه موجوده ده چې سږ کال يې دندې پیل کړي خو په خبره يې چې په راتلونکو دوو درېیو ورځو به د دوی ستونزه هم حل شي.

مجیب مهرداد

ښاغلي مهزاد وايي:

"موږ دامنو چې یو شمېر ستونزې به موجودي وي خو د دغه ستونزو ټول لامل نا امني، بانکي سیسټمونو او لارو خرابوالی دی، موږ د ټولو ښوونکو په معاشاتو کې ستونزه نه لرو یوازې د نويو ښوونکو په معاشاتو کې یو څه ستونزي شته."

د یادونې وړ ده چې په ارزګان کې د مسؤلینو په وینا چې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې نه یوازې داچې د پوهنې بهیر ټکنی شوی بلکې دغلته خلک له روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

راپور: شریف‌الله شرافت