د کندهار چارواکي: د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو هڅې روانې دي

په کندهار کې د څه باندې ۴۰ یرغمل شویو ملکیانو برخلیک نه‌دی معلوم.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي تېره اوونۍ ۷۰ ملکیان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا یرغمل ونیول شول چې وروسته‌یې اووه تنه ووژل، ۲۰ تنه‌یې خوشې کړل او ۴۳ تنه لا هم ورسره دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان تېره اوونۍ پر یوې پوځي اډې د وسله‌والو مخالفینو تر برید وروسته له سیمې تښتول شوي و.

درانی وايي، له تښتول شویو نه اووه تنه وسله‌والو وژلي، ۲۰تنه‌یې خوشې کړي او پاتې نور یې لا هم له ځان سره ساتلي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی

نوموړي زیاته کړه:

"له امنیتي ځواکونو یا نورو دولتي ارګانونو یو کس هم په دې ډله کې نه‌شته، ټول د سیمې اوسېدونکي دي چې دوی نیولي دي، له دې ډلې اووه تنه‌یې په شهادت رسولي دي چې هغه هم د سیمې اوسېدونکي و."

دراني زیاته کړه چې د برمته شویو کسانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

اخوا د کندهار د شاه ولی‌کوټ ولسوالۍ امنیتي سرچینې وايي، اووه تنه وژل شوي کسان سیمه‌ییز پولیس دي او په پاتې څه باندې ۴۰ یرغمل شویو کې هم په زیات احتمال سیمه‌ییز پولیس موجود دي.

دا خبره د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ردوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا اسوشیټېد پرس اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو په څو بسونو حمله کړې او مسافرین‌یې یرغمل نیولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وسله‌والو مخالفینو له لوري د یو شمېر خلکو یرغمل نیونه په کلکو ټکو غندلې ده.

د دغه کمېسیون په بیان کې راغلي چې د ملکیانو هدف ګرځول او یرغمل نیول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او اسلامي احکامو ښکاره سرغړونه ده.

  • پخواني معلومات

د کندهار له شاه ولی‌کوټ ولسوالۍ نه لسګونه کسان وروسته له هغه لادرکه شول چې وسله‌والو طالبانو د کندهار-ارزګان په لویه لار د شاه ولی‌کوټ په ولسوالۍ کې پر یوې پوځي اډې برېد ترسره کړ.

وسله‌والو طالبانو ادعا وکړه چې په دې برید کې یې ۳۸ افغان پوځیان وژلي دي.

دې ډلې د سیمې د خلکو د یرغمل نیونې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي یا کومې بلې ډلې د یادو یرغمل شویو کسانو د پېښې پړه په غاړه نه‌ده اخیستې.

د کندهار امنیه قومانداني بیا وايي افغان پوځیانو د وسله‌والو مخالفینو د دې برید په ځواب کې د وسله‌والو مخالفینو د یوه سیمه‌ییز قوماندان په ګډون ۱۲ تنه وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.

په بدخشان کې بیا یو شمېر سیمه‌ییز پولیس یرغمل نیول شوي دي.

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل طالبانو لږ تر لږه شل سیمه‌ییز پولیس یرغمل نیولي و چې اوس‌یې له ډلې څو تنه وژلي دي.

ښاغلي بېګزاد له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې تر اوسه نه‌ده معلومه وسله‌والو طالبانو څو سیمه‌ییز پولیس وژلي دي.

د بدخشان والي فیصل بېګزاد

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد وویل:

"له ۲۰ یا ۲۱ کسانو چې لادرکه دي ځیني یې په شهادت رسېدلي دي، د دې لپاره چې له همغو سیمو خلکو خاورو ته سپارلي دي، ځیني نور یې لا هم نه‌دي معلوم چې چېرته به وي، موږ په تمه یو چې د هغوی برخلیک په یو یا دوو نورو ورځو کې معلوم شي."

ښاغلی بېګزاد وايي، وسله‌والو طالبانو له یمګان ولسوالۍ نه پر تګاب ولسوالۍ حمله کړې وه او دا سیمه‌ییز پولیس‌یې وژلي او برمته نیولي دي.

د بدخشان یمګان او وردوج ولسوالۍ له دوو کلونو راهیسې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

وسله‌والو طالبانو په داسې حال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی چې امریکا د روانې میلادي میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلانوي.

همداراز تمه ده نېږدې څلور زره نور امریکايي پوځیان هم افغانستان ته واستول شي څو له افغان پوځیانو سره همکاري وکړي.

اوس وخت ۸۴۰۰ امریکايي پوځیانو د ناټو د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې د افغان پوځیانو په روزنې، مشورې او همکارۍ بوخت دي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.