"ولسمشر ته لیک" د هغه افغاني فلم نوم چې سویس کې جایزې ته نوماند دی

«ولسمشر ته لیک» د هغه افغاني فلم نوم دی چې په سویس کې د «لوکارنو» د فلمونو په جنش کې د لوړ فلم جایزې ته نومول شوی دی.

دغه فلم د يوې داسې افغانې ښځې د ژوند تریخ داستان دی چې ژوند ورته د زهرو په ګوټ بدل شوی دی.

په دغه فلم «ولسمشر ته لیک»کې د ثریا په نوم د يوې مېرمنې ژوند انځور شوی چې عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کوي، خو د خپل ژوند د ملګري د بې باوریو په لومه کې نښلي.

يو ځوان د ثریا انځور نقاشي کوي چې دا موضوع د ثریا او خاوند تر منځ يې په تاوتریخوالي اوړي او حتی تر دې چې ثریا د خپل خاوند د قتل په جرم د زندان د تورو تمبو شاته لوېږي چې بیا وروسته په زندان کې پر نشه يي توکو اخته کېږي.

د دغه فلم مرکزي رول د هېواد مشهورې هنرمندې لینا عالم لوبولی دی.

دغه فلم چې اوس په سویس کې د «لوکارنو» په جشن کې د لوړ سینمايي فلم او یا «opera prima award» لپاره نومول شوی، لومړنی افغاني فلم دی چې په یوې نړیوالې نندارې کې معتبرې جایزې ته نومول کېږي.

د دغه فلم جوړوونکې رویا سادات په دې اړه وویل:

"د جوړښت او د کیسې د محتوا له اړخه دا لومړنی او متفاوت کار دی چې په تېر کې نه دی شوی، که د فلم تخنیکي مسائل په پام کې ونیول شي، نو لښګت یې لوړېږي، د کابورا پروډکشن او د رویا دوست فلم د خونې له لګښتونو پرته چې په پام کې نه دي نیول شوي، ۱۵۰ زره ډالره لښګت پرې راغلی چې دا زما او زما د خاوند شخصي پانګونه ده او همدا راز خاوند مې د دغه فلم کیسه هم لیکلې ده."

رویا سادات په دغه فلم کې هڅه کړې چې د یوه داسې سړي کیسه بیان کړي چې له خپلې ښځې سره ډول ډول ظلمونه کوي او حتی تر دې دغه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور زندان ته اچول کېږي.

د دغه فلم کیسه د مېرمن سادات خاوند عزیز دلدار لیکلي چې د رویا فلم او کابورا پروډکشن ګډ کار دی.

د مېرمن سادات په خبره، د «لوکارنو» د فلم جنش له ونیز، کن او برلین له جنشوارو وروسته، د فلم لوی جشن دی چې له تاریخي اړخه خورا ډېر اهمیت لري.

په افغانستان کې هنرمندان له دې کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي چې په خبره یې د فلمونو لپاره یې بازار نشته او داسې امکانات هم نه لري چې له نړیوالو سینماګانو سره سیالي وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې کبله چې «ولسمشر ته لیک» په نوم فلم د لوړ فلم جایزې ته نوماند شوی، نیک ګام بولي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه:

"که په هغه ډول سوژو چې د افغانستان د خلکو له منځه انتخاب شوي وي او د دوی د درد او رنځ ښکارندوی وکړي، کار وشي او فلمونه جوړ شي، موږ یې ملاتړ کوو."

د رویا سادات په خبره د دغه فلم تصویر اخېستولو چارې یو نیم کال وخت ونیوه او ټول په کابل کې ډک شوی دی.

مېرمن سادات وايي، د دغه فلم جوړېدو ورته دا انګېزه او روحیه ورکړه چې باید په نشت امکاناتو هم د افغانستان سینما ژوندۍ وساتل شي، خو افغان حکومت هم باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس