غفوري:داعش وسله‌والو په جوزجان کې خپل درې ملګري وژلي

داعش وسله‎والو په جوزجان کې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور د دې ډلې درې غړي وژلي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سیمې د خلکو په حواله ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو کسانو مړي نن شنبه سهار څلور بجې د قوش تېپې ولسوالۍ په الم‎لیک کلي کې موندل شوي دي.

ښاغلي غفوري ویلي چې د وژل شویو هویت تر اوسه معلوم نه‎دی.