افغان: په لښکرګاه کې د یوه افسر په ګډون ۴پولیس وژل شوي

د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کې د پولیسو یو د افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، پېښه د درېمي امنیتي حوزې اړوند د بولان په سیمه کي رامنځته شوي ده.

هغه د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د پېښې اصلي انګېزه لاهم معلومه نه ده.

افغان وویل په دې اړه تحقیق کوي او وروسته به نور معلومات درسنیو په واک کې ورکړي.

ویل کېږي د پولیسو وژل شوی افسر شیرعلي او ورسره ملګري د بولان اړوند د عبدالرحمن د پمپ په سیمه کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګرشک ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو په یوه تصادفي برید کې ۱۶ پولیس او د هغو ۳ قوماندانان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کې پر پولیسو د برید پړ تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.