د ملا هبت‌الله زوی په هلمند کې ځانوژونکی برید کړی

د طالبانو د مشر ملا هبت‎الله اخوند زوی د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې ځان وژونکی برید کړی دی.

دا خبر د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد لویدیځو رسنیو ته نن د شنبې په ورځ تایید کړ.

د طالبانو دغه ویاند ویلي چې ۲۳ کلن عبدالرحمن چې په حافظ خالد مشهور و، د جولای پر ۲۰ مه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه لوی مرکز د چاودېدونکو موادو ډک موټر په واسطه برید وکړ او مړ شو.

وسله‎والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ درې هاموې موټرونه چې وړاندې یې نیولې وو، له چاودېدونکو موادو ډک او د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو ېې بریدونه وکړه.

ملا هبت‎الله په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د ډلې مشري واخېستله.

د افغانستان حکومتي چارواکي وایي، تر اوسه نه‎شي تاییدولای چې د ملا هبت‎الله زوی دې وژل شوی وي، خو وایي د پېښي په اړه پلټني کوي.

طالبان د هلمند ولایت پر نېږدې ۸۰ سلنه برخو واکمن دي.

پدغه ولایت کې زرګونه هکتاره ځمکه کې تریاک کرل کېږي چې د وسله‎والو طالبانو یوه لویه عایداتي سرچینه بلل کېږي.