ټرمپ وايي ایران دې برمته نیونه ختمه کړي

د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری و رکړ چې له نویو جدي عواقبو سره به مخامخ شي که چیرته ټول امریکایي اتباع له خپلو زندانونو خوشي نه کړي.

دا خبره سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ خپره کړه.

ولسمشر ټرمپ پر ایران غږ وکړ چې رابرت لیوینسن چې پخوا د امریکا د فدرالي پولیسو کار کونکی و او څه باندې لس کاله کېږي چې په ایران کې تری تم شوی، همداراز سیامک نمازي، د هغه پلار باقر او ټول هغه امریکایان چې په غیر عادلانه ډول په ایران کې نیول شوې دي باید پریږدي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

سپینه ماڼۍ وایي، نېږدې څلوېښت کاله کېږي چې ایران د خلکو له نیولو او برمته کولو د دولتي پالیسۍ په توګه کار اخلي.