اسوشيټېډ پریس: امریکا خپل وګړي شمالي کوریا ته له سفره منع کوي

اسوشيټېډ پریس اژانس وايي، امریکا به خپل وګړي شمالي کوریا ته له سفر منع کړي.

دا ګام د هغه امریکايي محصل له مړه کېدو وروسته پورته کېږي چې په شمالي کوریا کې زنداني و.

اتو وارمبیر د ۱۷ میاشتو لپاره په شمالي کوریا کې زنداني و، نوموړی د کوما په حال کې ازاد شو خو له څو ورځو وروسته ومړ.

اسوشیټېډ پریس وايي، تر رسمي اعلان مخکې امریکايي چارواکي اجازه نه‎لري چې دا موضوع په ډاګه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.