یوې سختې زلزلې د یونان او ترکیې ساحلي سیمې ولړزولې

نن سهار یوې سختې زلزلې د یونان یو شمېر ټاپوګان او د ترکیې ساحلي سیمې لړزولي دي.

د امریکا د زلزلې د سروې مرکز د دې زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶ عشاریه ۷ بللی دی او وايي چې مرکز یې د ترکیې په بودروم کې و.

د چارواکو په وینا دې زلزلې دوه کسان وژلي او تر سلو زیات نور یې ټپیان کړي.

ویل کېږي چې تر زلزلې وروسته هم ټکانونه احساس شوي دي.

د یونان د کاس ټاپو ښاروال ګیورګوس کریت سیس ویلي دي، زلزلې دغلته دوه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

په ترکیه کې د موګلا والي احسان ګل سویلیک وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دې زلزلې شدید تلفات نه لرل خو شاوخوا ۷۰ تنه یې سطحي ټپیان کړي چې د بودروم روغتون ته وړل شوي دي.