د غور د تیورې پر ولسوالۍ طالبانو بریدونه کړي دي

له غور څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو خواوو د تیوره پر ولسوالۍ بریدونه کړي.

د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندان حبیب الرحمن ملکزاده په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، په دې جګړه کې د امنیتي ځواکونو پنځه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي.

د ښاغلي ملکزاده په وینا له وسله والو طالبانو سره دا جګړه د تېرې شپې له لسو بجو پیل شوه او د سهار تر درې بجو یې دوام وکړ.

د تیورې د امینې قوماندان وايي چې په جګړه کې ۱۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.