هېومن رایټس واچ: افغان جګړې او تاوتریخوالی د زیاتو ښځو ژوند اخلي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه له خپل امنیتي ټیم سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ غونډې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په دې غونډه کې چې د چهارشنبه په ورځ وشوه ،ولسمشر ټرمپ او د نوموړي امنیتي سلاکارانو په افغانستان کې د امریکا د جګړې د راتلونکې او په دې اړه چې ولسمشر ټرمپ څومره په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله او په زیاته بیه تمامیدونکی حضور ته ژمن دی، خبرې او بحثونه وکړل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

واک ته له رسېدو وروسته ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه ډېر لږ څه ویلي خو د افغانستان جګړې او دا چې دا هېواد په څه ډول باثباته او د طالبانو تحرک کنټرول شي، سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت په خپلو کې ویشلي دي.

یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي د چهارشنبه په غونډه کې د افغانستان لپاره د ټرمپ د ادارې د نوي تګلارې په اړه وروستي بحثونه وشول.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې بیا افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د استول کېدو پر موضوع مقاله خپره کړې چې په راغلي:

په داسې وخت کې چې پنټاګون افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو د جزئیاتو د اعلانولو په حال کې دی، د دې ځنډیدلې پریکړې په اړه پوښتنې پورته کېږي چې ایا د افغانستان پر ۱۶ کلنې جګړې به د اضافي سرتیرو د استولو پریکړه څه اغیز ولري او کنه ؟

واشنګټن ټایمز زیاتوي چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس او د متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ د چهارشنبه په ورځ د کانګرس غړو ته د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ د نوي ستراتیژۍ په باب معلومات ورکړل.

د مقالې لیکوال وايي، د امریکا د دفاع د وزیر په مشرۍ امریکايي پوځي چارواکي له څو اونیو راپدېخوا د افغانستان د جګړې پر پرمختګونو بحثونه کوي چې معلومه کړي د درېیو نیولې تر پینځو زرو اضافي سرتیرو په شمول څومره پوځي ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ثبات لپاره په کار دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې بیا د افغانستان په جګړه کې د دې هېواد ښځو ته د اوښتو تلفاتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

هېومن رایټس واچ په افغانستان کې د ملکي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د تازه راپور په استناد لیکي:

د تېرکال په مقایسه نن په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی د زیاتو ښځو ژوند اخلي.

د بشري د حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د ښځو ترڅنګ ماشومان هم هرکال د افغانستان د جګړې د ملکي قربانیانو یوه لویه برخه جوړوي.

هیومن رایټس واچ په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما د شمېرو له مخې وايې چې د روان ۲۰۱۷ م کال په ترڅ کې تر اوسه ۱۷۴ ښځې وژل شوي او ۴۶۲ ژوبل دي چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۶ کال د همدې وخت په مقایسه د ښځو په مرګژوبله کې ۲۳ په سلو کې لوړوالی ښيي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، اکثره وژل شوي او ټپي ښځې د هغو بریدونو قربانیان دي چې طالبان او یا نورې وسله‎والې ډلې يې د افغان دولت پر تأسیساتو کوي.