چارواکي: په ګرشک ولسوالۍ کې د جګړې شدت کم شوی

وسله‌والو طالبانو نن سهار د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو حملې وکړې.

د ازادي راډیو خبریال له سیمې د چارواکو په حواله وویل چې د جګړې شدت کم شوی خو جنګ لا هم روان دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، په جګړه کې د امنیتي ځواکونو دوه غړي وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې ځينې سیمې او یوه اندازه وسلې یې نیولي او حکومتي لوري ته‌یې درانه تلفات اړولي دي.

خو د هلمند د والي ویاند وايي چې ائتلافي قواوو په سیمه کې بمباري کړې او امنیتي ځواکونه پر وضعیت کنټرول لري.