عدلیې وزارت اعدامونه محدود کړي، خو د ابدي حبس موده‌یې غځولې

د افغانستان د عدلیې وزیر وايي، د هېواد په جزايي کوډ کې اعدامونه محدود شوي او په بدل کې یې د ابدي حبس موده غځول شوې ده.

عدلیې وزارت وايي، د افغانستان د جزا کوډ یې له اړوندو حکومتي بنسټونو، دیني سني او شیعه عالمانو او د پوهنتون له استادانو له سلا مشورو وروسته د وخت له غوښتنو سره سم ترتیب کړی دی.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جزايي کوډ د معرفۍ پر مهال وویل:

"د اعدام حکم له قانونه نه‌دی حذف شوی، ولې د قانون عامه روحیه داسې ده چې باید د اعدام حکم محدود شي، نو له همدې امله موږ د ابدي حبس موده له شلو کلونو څخه دېرشو کلونو ته لوړه کړې ده، څو وتوانېږو، د اعدام حکم محدود کړو، ولې د اعدام حکم په بشپړه توګه له قانون څخه نه‌دی حذف شوی."

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور

ښاغلی انور زیاتوي چې د جزا کوډ د ثور په ۲۵مه په ۱۱۸ فصلونو، ۱۶ بابه، ۹۴۰ مادو او دوو کتابونو کې ترتیب او ملي شورا ته د تصویب لپاره لېږل شوی، خو تر اوسه ولسي جرګې نه‌دی تصویب کړی.

د نوموړي په وینا که چېرې په نهو میاشتو کې دننه ولسي جرګه د یو قانون ترتیب شوې مصوبه تصویب نه‌کړي نهه میاشتې وروسته قانوني بڼه خپلوي.

د عدلیې وزیر وايي، په نوي کوډ کې د بېلابېلو جزاو ترڅنګ واړه جرمونه په نغدي جرمونو تبدیل شوي، د رشوت ورکونې او رشوت اخیستنې، بچه بازۍ، د ځمکو غصب او د سایبر مجرمینو ته په‌کې جزاګانې ټاکل شوې دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې د یو شمېر اعدامونو په تړاو نړیوال غبرګونونه هم موجود و.

عام خلک بیا تر ډېره په دغه هېواد کې تر خونړیو امنیتي پېښو وروسته د هغو کسانو د اعدام غوښتنه کوي چې په ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو کې د حکومت له‌خوا نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ډموکراتو حقوق‌پوهانو ټولنه په نوي جزايي کوډ کې د اعدامونو د محدودېدو له پرېکړې هرکلی کوي.

د دغې ټولنې مشر کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د اعدام په حکم کې د دې وېره شته چې بې‌ګناه کسان اعدام شي.

رنجبر: دا یو پرمختګ او یو مثبت ګام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو پرمختګ او یو مثبت ګام دی د دې لپاره له ۲۰ څخه ۳۰ کلونو ته د حبس دوام لوړ شوی چې اعدام په حبس دوام باندې واړوي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اعدام کې د دې وېره شته چې بې‌ګناه کسان اعدام شي، نو دې کې دا وېره له‌منځه وړي چې یو بې‌ګناه کس اعدام شي."

که څه هم په افغانستان کې په اعدام د محکومو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌شته، خو شااوخوا یو کال وړاندې د مشرانو جرګې رئیس ویلي و چې له پنځوسو زیات کسان په اعدام محکوم دي.

د افغانستان د عدلیې وزیر له اړوندو حکومتي بنسټونو غوښتنه کوي چې د جزا کوډ په پلي کېدو کې له جدیت څخه کار واخلي.

راپور: رحمت‌الله افغان