د ایران "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" امریکا ته خبرداری ورکړ

د ایران "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" پرون چهارشنبه امریکا ته خبرداری ورکړ چې له فارس خلیج څخه خپل مرکزونه لیرې کړي او د تهران پر ضد د نویو بندیزونو په اړه د "غلطې محاسبې" مخنیوی وکړي.

دا خبر د ایران رسنیو خپور کړی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د تېرې سې شنبې په ورځ د ایران د بالسټیک مزایلو د پروګرام په حواله نوي بندیزونه ولګول او ویې‌ویل چې په منځني ختیځ کې د ایران ناوړه فعالیت هغه پرمختګونه چې له نړیوالو سره د تهران د اټمي موافقې له امله په پام کې نیول شوي وو، له خنډ سره مخامخ کړي دي.

د ایران خبري اژانس تسنیم او نورو د "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" د قوماندان محمد علي جعفري په حواله لیکلي چې که د امریکا متحده ایالات غواړي د ایران پر دفاعي ادارو او ګارد د بندیزونو لړۍ جاري وساتي، باید په سیمه کې خپل مرکزونه د ایران له شااوخوا زر کېلومتره لیرې کړي.

جعفري امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول "غلطې" محاسبې لویه بیه به پرې کوي.

ایران ویلي د بالسټیک مزایلو سیسټم‌یې له ځانه د دفاع لپاره جوړ کړی او له نړیوالو سره پر اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، تېری نه‌کوي.

د امریکا متحده ایالات په کوېټ، قطر او بحرین کې مرکزونه لري.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د دې مرکزونو د لیرې کولو هېڅ پلان نه‌لري.