پاکستان کې د ناراجسټر شویو افغان کډوالو د راجسټرولو پروسه پیلېږي

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې له نن پنجشنبې نه به په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر شویو افغان کډوالو د راجسټرولو پروسه پیل شي چې څو میاشتې به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په دې هېواد کې د ناراجسټره افغان کډوالو په اړه پالېسي اعلان کړه او د دغو کډوالو د راجسټرولو اعلان‌یې وکړ.

که څه د خېبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې دا مهال تر ۱۰ لکو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په دغه هېواد کې د روان کال تر پایه پورې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو پاکستاني چارواکي وايي چې پر راجسټر کډوالو سربېره په دې هېواد کې ګڼ شمېر ناراجسټره کډوال هم مېشت دي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونه او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره "UNHCR" په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټره افغان کډوالو د شمېر په اړه متضادې دعوې کوي، خو په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي دغه شمېر شااوخوا له ۴ تر ۶ لکو پورې اټکلوي.

په خېبر پښتونخوا کې د یادې اتشې مشر عبدالحمید جلیلي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت له افغانستان سره تر توافق وروسته د ناراجسټره کډوالو د راجسټرولو پرېکړه کړې او زیاتوي چې دغه پروسه به له نن ورځې پیل شي.

عبدالحمید جلیلي

ښاغلی جلیلي په دې اړه زیاتوي:

"تېر وخت کې هم ځیني حکومتي ادارو په پاکستان کې د غیر راجسټره مهاجرینو تعداد ډېر زیات تمثیلاوه. تقریباً د پاکستان حکومت دا ویل دا شمېر یو نه تر یو نیم میلیون خلک «ناراجسټره کډوال» دلته دي. په هغه وخت کې هم موږ دا خبره کوله چې د دې تعداد په دومره اندازه کې نه‌دی، خو اوس خوشبختانه خپله پاکستان حکومت دا وايي چې په ټول پاکستان کې له ۵ مخ تر ۶ لکو پورې ناراجسټر مهاجر دي چې د یو مسؤل په توګه زه له دوی سره همغږی نه‌یم، ځکه چې کېدای شي د ناراجسټرو مهاجرو شمېر یوازې له ۳ تر۴ لکو پورې وي."

د جلیلي په وینا، په پاکستان کې د ناراجسټر شویو کډالو د راجسټرولو په پروسه کې افغان او پاکستاني حکومتونه دخیل دي او په خبره‌یې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره په دغه پروسې کې برخه نه‎لري.

نوموړی همدا شان وايي چې تر راجسټرېدو وروسته کډوال د روان کال تر پایه پورې په پاکستان کې د اوسېدو حق ولري او د ستنېدا پر مهال به ورسره "UNHCR" نه بلکې د مهاجرت نړېواله اداره "IOM" او د افغانستان د کډوالو او بېرته ستننېدونکو وزارت یوه انداره مرسته وکړي.

دی وايي:

"یوازې او یوازې د افغانستان د مهاجرینو وزارت او د «IOM» اداره به یو څه اندازه مرسته په داخل د افغانستان کې کوي، هر تن ته ۳ نیم زره افغانۍ ورکوي، همدارنګه د کور یو څه اندازه سامان ورکول کېږي، لږ خوراکي مواد ورکول کېږي او وروسته دوی ته یو فارم ورکول کېږي چې یو نُمره ځمکه ورته په نظر کې نیول کېږي."

د کډوالو د اتشې مشر زیاتوي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ناراجسټر شوي کډوال یوازې د دې لپاره راجسټروي چې د ستنېدا پر مهال ورسره د مهاجرت نړېواله اداره مرسته وکړي او د پولیسو او امنیتي ادارو له‎خوا ونه‌ځورول شي.

ښاغلی جلیلي په دې لړ کې هغه اوازې هم ردوي چې وايي، د ناراجسټر شویو کډوالو د راجسټرېدو پروسه به دغو کډوالو ته تر ډېره په پاکستان کې د اوسېدو لاره اواره کړي او دوی ته به د پاتې کېدو اوږد مهاله اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي:

"کله چې پاکستان کې امنیتي مشکلات راغلل او مهاجرین ځورول کېدل، نو د پاکستان حکومت دلیل دا و چې زموږ په ملک کې داسې خلک شته چې هغوی سره هېڅ قسم اسناد نه‌شته، نو دا موږ ته د امنیتي لحاظه ستونزه ده. په دې اساس دا کوم سند چې ورکول کېږي، په دې بنسټ ورکول کېږي چې د دې خلکو معلومات د افغانستان حکومت سره موجود واوسي او همدارنګه د پاکستان حکومت سره هم د دې خلکو معلومات موجود دي. د ټولو مهاجرینو چې هغه راجسټر دي که ناراجسټر دي، د دوی یو سرنوشت دی، په دوی کې به دوه سرنوشته نه‎وي او هغه وخت چې راجسټر مهاجرینو ته ورکول کېږي، هغه به ناراجسټرو ته هم ورکول کېږي. "

نوموړي په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ کوي چې له دې فرصته ګډه واخلي او څومره ژر چې کولای شي خپل هېواد ته ستانه او نوی ژوند پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال تر پایه پورې غځولې، خو په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د اتشې د مشر په وینا، له پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ په تېزۍ روانه ده او هره ورځ لسګونه راجسټر او ناراجسټر کډوال هېواد ته ستنېږي.

راپور: ذبیح مومند