ټرمپ د بشارالاسد په اړه د "CIA" د پروګرام د درولو پرېکړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت پرېکړه وکړه چې د «سي. ای. اې» هغه پروګرام ودروي چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم ضد یاغیان مجهز کوي او روزنه ورکوي.

دا خبره امریکایي رسنیو کړې ده.

روېټرز اژانس او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي ښودل شوي ویلي چې د دې کار هدف د سوریې په مسئله کې له روسیې سره د کار کولو لپاره تیاری دی.

روسیه هڅه کوي چې خپل متحد د سوریې ولسمشر بشارالاسد په قدرت کې پاتې شي.

د «سي. ای. اې» دغه پروګرام د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له‌خوا په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم د نسکورولو د یوې هڅې په توګه پیل شوی و.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه پرېکړه د هغه اوربند یوه برخه نه‌ده چې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب د سوریې په جنوب لوېدیځ کې ټینګ شوی دی.

یوه امریکایي چارواکي روېټرز ته ویلي، دې ته په پام سره چې اسد قدرت ټینګ کړی، دا کوم لوی امتیاز نه‌دی، بلکې پوتین ته د دې یوه نښه ده چې د امریکا حکومت غواړي له روسیې سره روابط ښه کړي.